ايكنانیوز د الجزيرې له قوله راپور راکړ د سرزورو هندو نو یوې ډلې په جنوبي هند کې د اندرا پرادش صوبې په آدوني ښار كې په يو ۱۸ كلن مسلمان ځوان بريد كړى او هغه ئې د هندوانو بتانو ته په سجده كولو او د هندوانو د مذهبي شعار ويلو باندې مجبور كړى دی.
د دغې پېښې د يوخ ويډيوئي كليپ له مخې چې په ټولنيزو رسنيو كې خپور شوى، دا هغه و چې يوازې د «آصف» په نوم معرفي شوى ( چې وروسته ئې خپل اصلي نوم محمد كايف ایشوا كړى)، مجبور کړئ شوی چې د هندو مذهبي نښې پر خپلې ټنډې ولګوي او د هندوانو دینی مراسم ترسره كړي. دا ويډيو د هندي مسلمانانو ترمینځ پراخه غوسه راپارولې او د ځايي پوليسو د اقدام غوښتنه ئې كړې ده.
پوليسو په بيان كې اعلان كړى چې دا پېښه د سپتمبر په ۲۴ پېښه شوې ده. دوي شپږ شکمن كسان پيژندلي كړي چې درې ئې د ډلو ترمنځ د دښمنۍ د هڅونې او په غير قانوني ویرولو او نیولو باندې تورن کړي دي.
په دې بيان كې ټينګار شوى چې دا پېښه هغه وخت رامینځةشوې چې كايف په كور كې د خپل تيليفون په لاس كې ګرځېده او په اینسټاګرام كې د اوتر پرادش صوبې د اعلی وزیر يوګي آديټيانت يو له ملنډو ډک انځور ئې وليد. هغه انځور بلې ډلې ته ولېږه چې د هغې غړو هغه د تيليفون له لارې ګواښ كړ .
په بيان كې وضاحت شوى: ځينې كسان د هغه د كار ځاي ته ورغلل او هغه ئې په كاروانپټ په سيمه كې د دورګا الهه بت ته بوتلو او هغه ئې مجبور كړى چې بت څپ کړي. كله چې هغه د ا غوښته رد كړه،نو هغه ئې سخت وواهه.یرغلګرو ددغې پيښې ویډیو جوړه کړې څو په ټولنيزو رسنيو كې خپاره شي او مذهبي نفرت راوپاروي او بلوا رامنځته كړي.
د ځايي مسلمانانو مشر او د مجلس اتحاد المسلمين ګوند مشر محمد جنيد، تائيد كړى چې د آديټيانتله ملنډو ډک انځور د شریک كولو له امله د ح واکمن بهاراتيا جنتا (BJP) ګوند د غړو په دباؤ سره د كايف خلاف يوه دوسیه هم جوړه شوې ده.
ډېرو مسلمانانو اوسېدونكي د دې پېښې په اعتراض كې د پوليسو سټېشن مخې ته مظاهره كړې او وايي چې باور لري چې پوليس به سخت اقدامات ترسره كړي. پوليسو هم مظاهره كوونكو ته ډاډ ورکړى چې پاتې شکمن كسان به ونيسي.
https://iqna.ir/fa/news/4307628